امنیت

شپاړلس تنه وسله وال طالبان دامنيتي ځواکونو په يولړ چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول .

کابل باختر د وري څلورمه :
شپاړلس تنه وسله وال طالبان دامنيتي ځواکونو په يولړ چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دغو چاڼيزو عملياتو کې چې  دمخالفينو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دغزني ولايت داندړو  ،  دارزګان ولايت ددهراود  او بالامرغاب  او د لوګر ولايت دڅرخ دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول  شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځلس تنه نور وسله وال طالبان ټپيان او ددغې  ډلې يوشمير نور هم ونيول شول .
په دغو عمليات کې يوه اندازه  وسلې اومهمات او پوځي تجهيزات هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز  دهيواد په بيلابيلو  ساحو کې دملي اردو دځواکونو ددندو دترسره کولو په بهير کې  دوسايطو ضد دوه سوه  اته څلويښت  ماينونه   کشف او شنډ کړى شول . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته