روغتیا

په کندز ولايت کې دبې سرحده ډاکترانو روغتون بيارغول کيږي.

کابل –باختر د مرغومې دمياشتې ٢٧
په کندز ولايت کې د بې سرحده ډاکترانو د روغتون دبيارغولو کار ډير ژر پيليږي.
دکندز ولايت سرپرست حمد الله دانشي دباختر آژانس خبريال ته وويل: ددغه روغتون نوي رييس سره دخپلو ناروغانو د درملنې لپاره دخلکو د اړتياوو په پام کې نيولو سره او د ام – اس – ايف يا د بې پولې ډاکترانو روغتون تصميم نيولى دى .
تر څو چې ديو لړ آسانتياوو دبرابرولو لپاره ددغه روغتون دبياجوړولو کار پيل کړي .
دانشي ددغه روغتون کار وستايه او دکندز ولايت او د ګاونډيو ولايتونو دناروغانو د درملنې په برخه کې يې مثبت وباله . او ددغه روغتون په ژر فعالولو يې ټينګار وکړ .
ده زياته کړه په کندز ولايت دوسله والو طالبانو دبريدونو په بهير کې دنړيوالو ځواکونو له خوا دبمبارۍ له امله د بې سرحده ډاکترانو روغتون ويجاړ شوى و چې دبيارغونې کاريې ډير ژر پيليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته