امنیت

د ملي امنيت سلاکار: په سعيدي د بريد عامل به ډير ژر ونيول شي

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٥
د ملي امنيت سلاکار تېر ماښام د مدني ټولنې د فعال او د سياسي مسئلو کارپوه احمد سعيدي چې په يوه ناوړه پيښه کې ټپي شو او د غازي امان الله په روغتون کې بستر دى؛ د احوالو پوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبريال دخبر له مخې:
محمد حنيف اتمر د ښاغلي سعيدي د احوالو د پوښتنې په وخت کې په ده باندې تروريستي بريد په کلکه وغانده او سعيدي ته يې ډاډ ورکړ چې امنيتي ارګانونه به ډير ژر يرغلګر ونيسي او د قانون منګولو ته به يې وسپاري او دغه راز ډاډ يې ورکړ چې امنيتي ارګانونه د ده او د ده د کورنۍ سر او مال ته متوجه دي.
اتمر په احمد سعيدي بريد د بيان په آزادۍ بريد وباله او ويې ويل چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت دغه راز د بيان آزادي ته ژمن دى .
د سياسي چارو په کارپوه احمد سعيدي د سه شنبې په ورځ د نوي ښار د حاجي يعقوب په څلور لارې کې د يوه تروريست له خوا چې په موټر سايکل سپور و؛ بريد وشو او په سرکې ټپي شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته