ټولنه

دولت دې راسره کړې ژمنې عملي کړي

ښرنه باختر د چنګاښ دمياشتې ۲۴ مه
په پکتیکا کې دعامه نظم عامې د دریم کنډک دویم ساتنمن رحیم افغان وايي چې دولت دي ور سره کړې ژمنې عملي کړي.
افغان وايي چې درې کاله وړاندي یې په غزني ولایت کې دعامه نظم د کنډک شاوخوا درې سوه سرتېري له یو خونړي برید وژغورل او په یوازي سر یې درې ځانمرګي بريدګر ژوندي ونیول او یو تن بل یې و واژه، چې د دغو کارنامو په ښودلو ورسره یو شمېر ژمنې شوې، خو یوه یې هم نه ده عملي شوې.
دویم ساتنمن رحیم افغان اوس مهال په پکتیکا ولایت کې خپله دنده ترسره کوي. افغان درې کاله وړاندي په غزني ولایت کې درې ځانمرګي بریدګر موخي ته له رسېدو مخکي ونیول او یو تن بل یې د برید پر مهال وواژه، چې په دې سره یې د یوې خونړۍ حملې مخه ونیوله.
د عامه نظم د درېیم کنډک دغه سرتېری وايي، د وسله والو طالبانو د دغه لوی پلان په شنډولو سره یې ځان او د کورنۍ ټول غړي له ستر امنیتي ګواښ سره مخامخ دي او آن څو ځلي د مخالفینو له خوا د ده د ژوندي نیولو هڅې هم شوې دي، خو تر اوسه بریالي شوي نه دي.
افغان وايي له دومره ستر امنیتي ګواښ سره، سره له خپلې کورنۍ سره په یوه داسي سیمه کې ژوند کوي، چې تر ډېره یې امنیت خوندي نه دی.
هغه غوښتنه کوي، چې ور سره کړې ژمنې دي عملي شي، تر څو یې کورنۍ په وړ او امن لرونکي چارپیریال کې ژوند وکړي او ماشومان یې د امن په لرلو سره زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي.
دی وايي چې اوس يې ماشومان د مخالفینو له وېرې د لوبو لپاره له کوره بهر هم نه شي و تلای.
رحیم د ناهیلۍ په څرګندولو سره وايي، په دې نظام کې که څوک قدرت، واسطه او یا هم پیسه ونه لري، خپل حقوق نه شي تر لاسه کولای.
د عامه نظم د درېیم کنډک د سرتېري رحیم افغان ورور هم چې اوس مهال په ملي اردو کې دنده لري وايي چې ورور یې د دغه کنډک د شاخوا درې سوه سرتېرو ژوند په ژغورلو سره یوه لویه وړتیا له ځانه ښودلې، پکار ده چې اړوند ارګانونه ور سره کړې ژمنه په عمل کې ثابته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته