سیاست

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د سیمي د امنیت په اړه د شانګهای د همکاریو د سازمان د مرستیالانو په مشورتي ناسته کې ګډون وکړ

کابل-باختردلړم٢٧:
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستال، جاوید لودین"د سیمي امنیت "  (د افغانستان پر وضعیت باندې په تمرکز سره) تر عنوان لاندې د شانګهای د همکاریو د سازمان په مشورتي ناسته کې، د روسیې د فدراتیف په کوربه توب د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو په کچه غونډه کې، چې د ۱۳۹۱ کال د لړم په ۲۴ مه نېټه په مسکو کې ترسره شوه، ګډون وکړ.
دبهرنيوچارو وزارت د اطلاعاتو او خپرونومديريت باخترآژانس ته خبرورکړ:
دغه ناسته د روسیې د فدراتیف د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، ښاغلي ایګور مور ګولوف په مشرۍ تر سره شوه، او په کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی، ښاغلی یان کوبیش؛ د ایران، پاکستان، چین، منګولیا د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو؛ د افغانستان لپاره د قزاقستان د جمهوریت ځانګړی استازی؛ د قزاقستان او ترکیې په بهرنیو چارو وزارتونو کې د افغانستان د چارو رئیسانو؛ د شانګهای د همکاریو د سازمان د سرمنشي مرستیال؛ د هندوستان، ازبکستان، تاجکستان استازي او د تروریستي ضد ساختار له پاره د شانګهای د همکاریو د سازمان اجرائیوي کمېټې استازی، ګډون کړی وو.
ښاغلی لودین، د امنیتي بهیر د لېږد پړاوونو، سیاسي او اقتصادي بهیر، او د افغانستان د دولت د چمتووالي په اړه د مفصلو معلوماتو په  وړاندې کولو سره، په افغانستان او سیمي کې د وروستی لسیزې د پرمختګونو او لاسته راوړنو او د شته ننګوو څخه یادونه وکړه.
ښاغلی لودین، امنیتي ستونزو ته د رسېدو له پاره د سیمي د هېوادونو پر رول او دسیمه ییزو سازمانونو په ځانګړې توګه د شانګهای د همکاریو د سازمان پر اهمیت، چې افغانستان په دې وروستیو کې د دې سازمان د ناظر غړيتوب ترلاسه کړی، په ګډه توګه ټینګار وکړ. ښاغلی لودین همدارنګه د سیمي هېوادونو د اړیکو په ژورتیا او ټینګولو کې سیمه ییزې همکارۍ د بنسټیز عنصر په توګه و ګڼلې او په دې چوکاټ کې د افغانستان په مشرۍ د استانبول د بهیر د پرمختګونو پر اهمیت او د دې بهیر په ګډون د سیمي هېوادونو د باور جوړونې د تدبیرونو له رول او ملاتړ څخه یادونه وکړه.
په دې ناسته کې ګډونوالو پر نورو مهمو مسئلو لکه د شانګهای د همکاریو د سازمان او ملګرو ملتونو تر منځ د همکاریو ډېروالی، د افغانستان وضعیت، په سیمه کې امنیت، د سیمه ییزو سازمانونو رول، د تروریزم، مخدره توکیو او سازمان شوي جرایمو پر وړاندې د مبارزې ننګونو ته د رسېدلو لپاره د ګډو کړنو اړتیا باندې، بحث وکړ.
د دې ناستې ګډونوالو د امنیتي وضعې  ښه والي، په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې پرمختیا، د سولې د بهیر دوام او د دموکراتیکو بنسټونو له پراختیا څخه د افغانستان د دولت له هڅو سره خپل ملاتړ بیان کړ. 
په دې ناسته کې د ګډون کولو تر څنګ، ښاغلی لودین د روسیې د فدراتیف د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، ښاغلی ایګور مور ګلوف او د منګولیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سره هم په جلا توګه و کتل. 
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته