سیاست

جمهورريیس غني د شمال ختیځ زون له والیانو سره د کرونا ویروس ضد مبارزې په اړه خبرې وکړې

کابل / د وري ١٩مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون مازیګر د ویډیو کنفرانس له لارې له کرونا ویروس سره د مبارزې د ولایتي کمېټو د اقداماتو په اړه د بدخشان، کندز، بغلان او تخار والیانو راپور واورېد. د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دغه کنفرانس کې یادو والیانو، له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د ولایتي کمېټو د راپور وړاندې کولو ترڅنګ د کرونا ویروس پر وړاندې د تدابیرو، اقداماتو او ستونزو په اړه خبرې وکړې او په یادو ولایتونو کې یې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په اړه خپل وړاندیزونه له جمهورريیس سره شریک کړل. هغوی وویل: د عامه پوهاوي کمېټې جوړې شوي، په ښارونو کې دوا پاشل شوې، له مدني ټولنو سره همغږي شوې او د تجرید یا قرنطین مرکزونه جوړ شوي او همدا راز د احتکار مخنیوي او د قېمتونو د کنټرول کمېټې هم جوړې شوې دي. یادو والیانو وړاندیز وکړ چې د تشخیص مرکزونو جوړولو او د طبي تجهیزاتو برابرولو ته دې لا زیاته پاملرنه وشي. وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په عمومي او تخنیکي برخو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې پالیسي تشریح کړه او ټینګار یې وکړ چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې دولت رهبري کوونکی او مدیریتي رول لري. هغه د دې په بیانولو سره چې والیان له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ښه مدیریتي ظرفیت لري، وویل: تاسو باید ټولنه له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره په یوه نوي چوکاټ کې بسیج کړئ او په تېرو لسو کلونو کې د طبیعي پېښو او آفتونو اټکل وړاندې کړئ، ترڅو د هغه په رڼا کې له وړاندې تدابیر ونیول شي. همدا راز صالح له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د دولت پنځه پړاوويز تخنیکي لیدلوری له هغې ډلې اعتراف، خپرېدو، د بدبختۍ اوج، اضطراري مرستې او بیا احیا په برخو کې تشریح کړ او له کورنیو تولیداتو او ریاضتي اقتصاد څخه د استفادې په تړاو یې د جمهورريیس د لارښوونو په اړه خبرې وکړې. جمهوررييس د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته، پر دې په ټینګار چې ټول ولایتي ریاستونه باید د والیانو تر رهبرۍ لاندې کار وکړي، وویل: بدخشان ولایت ته ۱۵۰ میلیونه افغانۍ او کندز، بغلان او تخار هر ولایت ته به ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې او ولېږدول شي. جمهورريیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د یادو ولایتونو اړتیاوو ته په پام لازم اقدامات ترسره کړي او والیان دې د ولسوالیو د واضح تصویر په لرلو سره له ولسوالیو او زونونو سره اړیکې او همغږۍ زیاتې کړي. جمهورريیس غني دې ته په اشارې چې د کورنیو کرنیزو محصولاتو ملاتړ کېږي وویل: له کرونا ویروس سره د مبارزې آزموینه د دولت ـ ملت لپاره تاریخي ده او باید د هر اړخیزو تدابیرو او اقداماتو په ترسره کولو سره په هغه بریالي شو.# پاى/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته