امنیت

دولس تنه وسله وال ياغيان ونيول شول

کابل – باختر دتلې ديرشمه
دولس تنه وسله وال طالبان چې دترورستي بريدونو نيت درلود؛ دملي پوليسودځواکونو له خوا ونيول شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دملي پوليسو ځواکونو دکابل ،کندز ،فارياب او دغزني د ولايتونو په نا امنو سيموکې د وسله والو مخالفينو دځپلو په مقصد يو لړ چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ونيول شول او دوه تنه نور يې ووژل شول.
ديو اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، دعملياتو په بهيرکې پنځوس کيلوګرامه چاوديدونکې توکي ، اووه توغندي ويشتوونکي ،د هاوان څلور ماينونه ،يوکلاشينګوف ،يوه تومانچه ،د درندو وسلو ديارلس ګولۍ، وسايل او پوځي تجهيزات او ١٨ کيلوګرامه نشه يي توکي په عملياتو کې دبرخه والو ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
ديو بل خبر له مخې، د وسايطو ضد نهه ماينونه چې دياغي طالبانو دترورستي او ورانګارو دفعاليتونو په مقصد د زابل او ميدان وردګو ولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړي وو؛ ترلاسه او شنډشول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته