ټولنه

د کابل ښار په يوولسمه ناحيه کې د تذکرو د ويشلو نوى مرکز فعال شو

کابل / دسلواغې ١٢مه /باختر
د احصاييې او معلوماتو ملي ادارې د تذکرو د ويشلوپه پړاو کې د زياتې اسانتياوو او د ګړنديتوب د برابرولو په مقصد د کابل ښار په يوولسمه ناحيه کې د برېښنايي تذکرو د ويشلو يو نوي مرکز فعال کړى دى .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ دغه مرکز چې د کابل ښار د يوولسمې ناحيې د خيرخانې مينې په ساحه کې د قلعه نجارانو په پنځم سړک کې موقعيت لري اونن د برېښنايي تذکرو دغوښتونکو پرمخ پرانستل شوى دى .
د تذکرو دغه مرکز د اړتيا وړ تکنالوژى په ټولو وسايلوسمبال دى اوپه يوه ورځ کې د برېښنايي تذکرو د ١٥٠٠غوښتونکو د مراحلو د بشپړولو ظرفيت لري چې په يوولسمه ناحيه کې د برېښنايي تذکرو د ويشلو مرکزپه داسې حال کې جوړېږي چې دغې ادارې يوبل نوى مرکزپه دې وروستيو کې د کابل ښار په دولسمه ناحيه کې هم فعال کړى دى.
د دغه مرکز په فعالېدو سره په کابل ښارکې د بريښنايي تذکرو د ويشلو د مرکزونو شمېر ٢٣ مرکزونوته رسيدلي او ټاکل شوې ده چې په کابل ښار کې به ډير ژر درې نور نوي مرکزونه فعال اوغوښتونکو ته خدمتونه وکړي.
ختم – شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته