اقتصاد

تبصره

کابل باختر د سلواغې  درې ويشتمه :
په تاپي  پروژه  کې دشاملو هيوادونو  مقاماتو پرون په اسلام اباد کې يوه غونډه جوړه کړه چې  ددغې پروژې دکار دبشپړلو لپاره  لاره لنډه کړي .
دباختر اژانس مبصر ليکي .
دافغانستان ، ترکمنستان ، هندوستان او پاکستان دهيوادونو جګپوړو مقاماتو پرون دافغانستان له خاورې څخه پاکستان او هندوستان ته دترکمنستان دګازو دليږدونې دپروژې يا دتاپي دپروژې  په اړوند دخپلو خبرو بل پړاو پرون په اسلام ابادکې پيل کړ .
ددغې پروژې طرحه نږدې شل کاله مخکې برابره شوې وه اوکه چيرې تطبيق شي دسيمې په کچه يوه ډيره ستره اقتصادي پروژه بلل کيږي او کولاى شي دانرژۍ له پلوه ددغو دريو هيوادونو افغانستان ، پاکستان او هندوستان اړتياوې لرې  کړي .
  دتاپي دپروژې  طرحه داويايمې هجري لمريزې لسيزې په لومړيو وختو پورې اړه پيداکوي خو په افغانستان کې ناامنيو او وروسته په دغه هيواد کې د طالبانو دډلې ظهور  دغه طرحه په شا وتمبوله  خو په افغانستان کې په نويو بدلونونو او دلڼد مهالې ادارې په جوړيدو سره ددغې پروژې دعملي کولو په باب لومړني خبرې په ٢٠٠٢ ميلادي کال کې پيل شوې او ددغې پروژې دغړو هيوادونو مقاماتو دترکمنستان په عشق اباد ، دپاکستان په اسلام اباد او په نورو ځايونوکې دخبرو څو پړاونه ترسره کړل او ددغې پروژې  په برخه کې موافقې  ناڅيزې او کمزورې وې ، خو ددغې پروژې په نسبت هيلې هم موجودې وې  خو اوس خبره ددغې پروژې دوروستي کار په باب ده او دافغانستان دکانونو او پتروليم  وزارت دمقاماتو دڅرګندونو له مخې، په هغو خبرو کې چې پرون په اسلام اباد کې پل شوې او دوه ورځې  دوام کوي ددوو مسئلو په باب خبرې پيل  شوي او دوه ورځې دوام کوي ددوو مسئلو په باب خبرې پيل شوې لومړى داچې ددغې پروژې غړي هيوادونه به موافقه وکړي چې دپروژې کار فرانسوي شرکت توتال ته  چې دنورو شرکتونو په نسبت ښه شرايط لري   وسپارل شي او بله داچې داسلام اباد په غونډه کې دپروژې دعملياتي کار دوخت دټاکنې په باب خبرې کيږي .
دغه دوه ټکي ښيي چې دتاپي دپروژې دعملي کار دپيلولو لپاره ګامونه لاپسې نږدې کيږي او خبرې اترې وروستي پړاوته رسيدلي دي .
دسياسي کارپوهانو  په باور دتاپي پروژه يوستره اقتصادي پروژه ده چې بايد عملي کار يې کلونه کلونه  مخکې پيل شوى واى ، خوسياسي لوبې  اوسيالۍ ددې سبب شوې چې دغه پروژه دکمزوري والې تګلورى ولري .
دهند او پاکستان مخالفتونه له يوې خوا، دافغانستان او پاکستان بې باوري له بله پلوه او په پاى کې دسيمې دګازو دبازار د ترلاسه کولو پرسر  دترکمنستان او ايران سيالۍ له بل لوري ددې سبب شوې چې دتاپي  پروژه ګړندى  تګلوري غوره نه کړي بلکې کمزورې  وده ولري ځکه پاکستان خپل  دلايل لرل کله په افغانستان کې ناامني په ګوټه کوي او کله هم دګازو دبيې لوړوالى پلمه کوي ځکه ايران هغه هيواد ته چې دګازو دليږدونې پرژه يې دپاکستان له لارې هندوستان ته ليږدول کيدل او دګازو دليږدونې دسولې دپروژې نوم يې غوره کړى و او دهغو ګازو له بيې څخه په څو برابره ارزانه بيه چې ترکمنستان وړاندې کړې  وه ، وړاندې کيدل ،پيشنهاد کړى و او هلې ځلې  يې کولې چې دسولې پروژه دتاپي ځاى ونيسي په داسې حال کې چې لويديځو هيوادونودهغو ستونزو له مخې چې له ايران سره  يې لرلې دتاپي پروژه يې غوره بلله او په تاپي کې  له پانګونې سره علاقمند و .
له شک پرته دتاپي او دسولې دپروژو ترمنځ سيالي دتاپي د پروژې داوږديدو  اصلي خنډ  شو
خو اوس داسې نښې نښانې تر سترګو کيږي چې دغه ستونزه  دحل کيدو په حال کې  ده ځکه دواړه  هيوادونه هند او پاکستان ددوى دوګړواو اړتياو دحجم په پام کې نيولو سره  انرژي ته اړتيا لري چې ډير ژر دخپلې اړتيا وړ ګاز او انرژي ترلاسه کړي او په پاى کې دانرژي مسئله له سياسي مسئلو او له سليقوي سياليو څخه لرې  وساتي.
په هر ترتيب  ددې وخت رارسيدلى دى چې دتاپي پروژې  ته ديوې سترې اقتصادي  پروژې په توګه وګورو او هغه د درک ، زغم او داقتصادي   همکارۍ اوهمغږۍ  بيلګه  وبولو  او هغه دهمکارۍ  ديوه نوي فصل پيل وبولو که چيرې دغه پروژه عملي شي نه يواځې يو زيات شمير افغانانو ته دکار زمينه برابريږي  بلکې په لومړيو لسو کلونوکې به افغانستان پنځه سوه زره متره مکعب ګاز ترلاسه کړي او ديرش کاله وروسته به دغه اندازه دريو ملياردو متره مکعب  ته ورسيږي  دا يواځې افغانستان نه دى چې له دغې پروژې  څخه به ګټه واخلي  دغه ګټه ، سيمه  ييزه اوله سيمې څخه  بهر ګټه په ځان پسې لري  په همدې اندازه به دترکمنستان ، پاکستان  او هندوستان خلک هم ورڅخه ګټه  واخلي او له شک پرته په انرژۍ  لاسبري به نورې ښيګڼې اوګټې هم وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته