امنیت

په کندهارکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٢٤ :

په کندهار ولايت کې  دسرحدي پوليسو اودوسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

دکندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره خبرورکړ  جګړه له هغه وروسته  ونښته چې طالبانو  د ريګستان ولسوالۍ دموش ګيرانوپه سيمه کې دسرحدي پوليسو په ګزمي وسله وال بريد وکړ.

ديوبل خبرله مخې   دکندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې دپوليسو په پلټونکو عملياتو کې له طالبانو سره دهمکاري په تور دوه تنه ونيول شول.

دا په داسي حال  کې ده چې پرون هم دوه تنه ماين ايښودونکي په معروف ولسوالۍ کې  دامنيتي مسوولينو له خوا وژل شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته