کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
وسله والو طالبانو پرون په غور ولايت کې درې تنه مسافران وتښتول .
دغور دوالي وياند عبدالحي خطيبي دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو دغه مسافران دغور _ هرات دلوى لارې دفيروز کوه ښار دپشته ګزک له سيمې څخه وتښتول .
خطيبئ زياته کړه چې ددغو مسافرانو دازادولو په مقصد هلې ځلې پيل شوې دي . ختم_ سعيده _ اکرم