کابل /د ليندى ٢٠مه /باختر
د يوه نجلۍ مړى چې څه ناڅه ١٤کاله عمر لري او ګلداره جګړي پنجابي په تن کې ده تېره شپه د کابل د پغمان ولسوالۍ د محمدخيلو د کلي په ساحه کې د ترافيکي پېښې له امله مړه شوې ده او موندل شوى ده .
د دغې نجلۍ مړى عدلي طب ته لېږدول شوى دى ، خپلوان يې کولاى شي مړى له عدلي طب څخه ترلاسه کړي .او د زياتومعلوماتو د ترلاسه کولو په خاطر د کابل ترافيکود لوى مديريت د پېښو د څېړنې له امريت سره د ٠٢٠٢٢٥٠٣٧١١شمېره تيلفون سره اړيکه ونيسي .
ختم_ ج _اکرم