امنیت

په جوزجان کې د طالبانو د باج اخيستنې مسوول ونيول شو

کابل/ د سلواغې٦مه/ باختر
په جوزجان کې د وسله والو طالبانو د باج اخيستنې مسوول له خپل يو همکار سره         ونيول شو.
د جوزجان د والي وياند عبدالمعروف آذر باختر آژانس ته وويل چې د دغه ولايت د ملي امنيت ځواکونو پرون په ځانګړو عملياتوکې د وسله والو طالبانو د باج اخيستنې د مسوول په ګډون دوه وسله وال طالبان په جوزجان – بلخ لويه لاره کې ونيول.
آذر زياته کړه چې عزت الله او نصرالله د قندهار اوسېدونکي دي چې له څو مياشتو را په دې خوا يې په دغه تګلوري کې ډار اچوونکي فعاليتونه ترسره کړل.
خبرځاى زياته کړه: له هغوى څخه دوه وسلې هم ترلاسه شوې دي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته