ټولنه

دکرنې دپراختيا او پرمختيا اتحاديه جوړه شوه

کابل باختر د وږي ٦مه :
دنيمروز ولايت بزګرانو دکرنې مالداري او سوداګرۍ دپراختيا او پرمختيا تر عنوان لاندې  په دغه ولايت کې يوه اتحاديه جوړه کړې ده .
باختراژانس دکرنې اوبو لګولو او مالدارى وزارت دخبرپاڼې له خولې خبرورکړ چې دغه  اتحاديه دجمهوري رياست دچارو دادارې او دکرنې اوبو لګولو اومالدارى  وزارت دحکم پربنسټ جوړه شوې ده چې په بېلابېلو  برخو کې مشخص تشکيلات لري .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې ددغې اتحاديې په جوړيدو سره به دکرنيزو محصولاتو دتوليد اڼدي کولواو پلورنې په برخو کې دنيمروز دبزګرانو کار اوفعاليت زيات سمون پيداکړي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته