نړۍ

اوکرايني اعتراض کوونکو نوى صدراعظم معرفي کړ

کيف  باخترد کب اتمه :
د اوکراين د پخواني دولت د مخالفينو پيژندل شوي څيره آرسني ياتسنيوک د لنډ مهال صدراعظم په توګه ددغه هيواد پارلمان ته معرفي شوى دى.
ټاکل شوې ده د اوکراين پارلمان نن لنډ مهال صدراعظم ته د باورد راى د ورکولو په باب تصميم ونيسي.
د اوکراين له اساسي قانون سره سم په جمهور رييس سربېره دغه هيوادصدراعظم هم لري چې بايد د پارلمان د باور رايه ترلاسه کړي. د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د اوکراين پارلمان ويکټوريانوکويچ د مظاهره کوونکو د وژنې د مسووليت په تور دجمهوري رياست له مقام څخه ګوښه کړ او الکساندر تورچينف يې د انتخاباتو د ترسره کولو تروخته پورې دجمهوري رياست په کفالت منصوب کړ.
په همدې حال کې د اوکراين د ګوښه کړى شوي جمهور رييس ويکټوريانوکويچ  دوسيه د نړيوالو جرمونو محکمې ته سپارل شوې ده. ځکه اعتراض کوونکي دې د نږدې سلوتنو هغو اعتراض کوونکو د وژنې مسوول بولي چې تېره اوونۍ دکيف د استقلال د ډګر د خونړيو نښتو په بهيرکې د پوليسو او د امنيتي مامورينو له خوا ووژل شول.
له دې سره جوخت د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري او د بريټانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هيګ اعلام کړى دى: دغه دواړه هيوادونو جمتو دي له اوکراين سره مالي مرسته وکړي چې وکولاى شي په خپلو اقتصادي ژمنو ولاړ پاتې شي.
اوس د اعتراض کوونکو په برياليتوب او د ويکټوريانوکويچ د دولت په راپرځيدو سره کورنيوجګړه او د اوکراين د دوه برخې کيدو له امله ددغه هيوادخلک انديښمن شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته