سیاست

مارشال محمد قسيم فهيم :ايران او افغانستان لرغوني او تاريخي اړيکي لري .

کابل باختر  دکب دري ويشتمه

  دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم  فهيم  نن په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت له سفير فداحسين مالکي سره چې دماموريت دوره يې پاى ته رسيدلې ده دخپل کار  په دفتر کې  دمخه ښي کتنه وکړه .

  باختر اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې،په دې کتنه کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال دافغانستان دبيا رغونې اوجوړولو په لاره کې دايران داسلامي جمهوريت همکاري وستايلي اوزياته يې کړه چې ايران او افغانستان ددواړو هيوادونو ترمنځ دفرهنګي اشتراکاتو  په پام کې نيولو سره لرغوني ، دوستانه او تاريخي اړيکې لري .

 دجمهوري رياست لومړي مرستيال په افغانستان کې دايران داسلامي جمهوريت دسفيرد ماموريت په دوره کې دده هلې ځلې دقدر وړ وبلل .

 په دې کتنه کې په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت سفير دخپلو خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه  چې په افغانستان کې دده دماموريت دوره ښه او  تلپاتې دوره وه او ده دافغانستان دخلکو تر څنګ دغربت احساس  نه  کاوه .

 دايران داسلامي جمهوريت سفير دغه راز وويل چې هيواد يې دافغانستان له خلکو سره  دهمکاري  په لاره کې ژمن دى او دافغانستان دخلکو دپرمختګ او ثبات او امنيت دټينګښت په لاره کې دوامداره همکاري ولري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته