امنیت

دپيروز په عملياتوکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
اته تنه وسله وال طالبان  پرون په غزني ولايت کې دپيروز  دعملياتو په بهير کې ووژل شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو ددريمې لوا ويندوى نظيف الله سلطاني دباختراژانس خبريال ته وويل: دپيروزپه عملياتوکې چې له يوې اوونۍ راپديخوا  په غزني ولايت کې پيل شوي دي شپږتنه وسله والو طالبان دمقرولسوالۍ دچمبران په کلي کې ووژل شول چې په وژل شويو کسانوکې پنځه تنه پاکستاني طالبان  شامل دي
  دغه راز دوه تنه نورطالبان دده يک ولسوالۍ دکندو په  کلي کې ووژل شول او دوه تنه نور طالبان ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه  دوسله والوطالبانو له خوا په دغې ولسوالۍ کي څو ځاى پرځاى شوي ماينونه کشف اوشنډ کړي شول او ددوى يوه داشکه دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده
سلطاني زياته کړه  دپيروز عمليات دوسله والوطالبانو له شتون څخه  په بشپړه توګه دغزني دناامنو سيمو تر پاکولو پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته