ورزش

دبغلان ولايت دواليبال په سياليو کې د وګړنيو پوليسو ټيم اتل شو .

کابل باختر د وري نهمه :
دبغلان ولايت دوګړنيو پوليسو دواليبال ټيم لومړى مقام وګاټه .
  دنوروزي جام تر عنوان لاندې دواليبال ورزشي سيالۍ چې پنځلس ورځې مخکې دبغلان ولايت دورزشي امريت له خوا پيل شوې وې  نن  دوګړنيو پوليسو دواليبال ټيم په اتلوالۍ سره پاى ته ورسيدې .
دبغلان ولايت ورزشي  آمر احمد شاه مومني دباختراژانس خبريال ته وويل: په دغوسياليو کې  چې دوګړنيو پوليسو ، دپوهنې رياست ، ملي امنيت دګاو سوارانو  دکلي او دعمر فاروق  ليسې دټيمونو ترمنځ پيل شوې وې دوګړنيو پوليسو دواليبال ټيم  وکولاى شول  په ښه ځلښت سره لومړى مقام وګټي .
ويل کيږي دسيالۍ په پاى کې دلومړي مقام ګتوونکي ټيم ته داتلوالۍ په کپ سربيره ستاين ليک او  سوغاتونه هم ورکړ شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته