ټولنه

په پنځمه نا حيه کې دپليو لارو دډبرو فرشول بشپړ شو

کابل باختر د مرغومي ٢٥ مـــــه

دکابل ښار د پنځمې نا حيې دپليو لارو دډبرو لګولو کار بشپړ او د کابل ښاروال انجنير محمديو نس نو انديش له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شو .

په دې پروژه کې د کا بل ښار د نوښت د پروګرام له لاري ډبرې ولګول شوي چې د مامورينو د کارتي له څلور لاري څخه پيل او ددغه واټ تر پايه پوري عزيدلى دى

له دغو پليو لارو څخه چې نوى پکې ډبرې لګول شوي دي ددغې سيمې پر او سيدونکو اودلارويا نو سربيره د کابل پولتخنيک اود ښوونې او روزنې دپوهنتونونو، دپو ليسو محصلان اودڅو ښوونځيو او مدرسو زده کوونکي ورڅخه ګټه ا خلي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته