-کابل باختر دوږي شپاړلسمه :
درې تنه تروريستان دملي امنيت دځواکونو له خوا په قندهار ولايت کې ونيول شول .
دقندهار ولايت دملي امنيت يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه کسان چې د قندهار ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې د ورانکارو او تروريستي فعاليتونو په پلان جوړولو بوخت وو تيره شپه دملي امنيت دځواکونوله خوا ونيول شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې دغه کسان دهلمند روزګان او دقندهار دولايتونو اصلي اوسيدونکى دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ