امنیت

خبرتيا

کابل – باختر دتلې دمياشتې١٦
خبرتيا
دملي اردو دافسرانو اکاډمۍ په پام کې لري چې خپله څلورمه تعليمي دوره د روان کال دتلې دمياشتې په ٢٧ نيټه پيل کړي.هغه خويندې چې په دغې اکاډمۍ کې دمحصل په توګه دشموليت هيله ولري؛ دشموليت په آزموينه کې دګډون په مقصد دنوم ليکنې لپاره دې سر له اوسه د روانې مياشتې تر ٢٤ نيټې پورې په کابل او ولايتونو کې د ملي اردو دجلب او جذب مرکزونو او يا په قرغه کې دافسرانو د اکاډمۍ قوماندانۍ ته ورشي.
دشموليت شرطونه:
١-د افغاني تابعيت لرل
٢-له ١٨ څخه تر ٢٦ کلنى پورې دعمرلرل.
٣-له يوه ملکي پوهنتون اويا له څوارلسم اويا دولسم ټولګي څخه فارغ وي .
٤-لازمه روغتيا او ځواکمنۍ ولري.
٥-دفراغت دسند لرل.
دملي اردو د افسرانو د اکاډمۍ تحصيلي دوره دوه کاله ده او د دويم بريدمن په رتبه فارغيږي .
دښځينه محصلانو داستوګنې او لوست ټول شرايط د ديني او افغاني اصولو او ارزښتونو په پام کې نيولو سره برابرشوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته