روغتیا

دايبولا دقربانيانو شمير له څلورو زرو تنو څخه واوښت

بي بي سي باختر دتلې دمياشتې  ١٩ :
دنړۍ روغتيايي سازمان اعلام کړى دى چې دايبولا دناورغۍ دسر دزيان شمير له څلورو زرو تنو څخه اوښتى دى.
دملګرو ملتودسازمان ځانګړي استازي  ديويدنابارو  چې  له ايبولاسره دمقابلې بهير تعقيبوي  ، خبر دارى ورکړى دى  که چيرې  نږدې ټول هيوادونه دايبولا پرخلاف يو موټي نه شي  ښايي نړۍ تر ابده پورې له دغې ناروغۍ سره لاس او ګريوان وي .
پخوا دملګروملتو سازمان دايبولا دخپريدوله بحران سره  دمقابلې لپاره ديومليارد ډالرو دبيلولو  غوښتنه کړې وه  خو اعلام شوى دى  چې  تراوسه پورې  ددغو پيسو يوازې څلورمه برخه تامين شوې ده .
دافريقا په لويديځ کې   درې هېوادونه ګينه ، لايبريا او سراليون  له ايبولا سره داخته  هېوادونوله ډلې څخه په ډير بد حال کې دي او وروستۍ  شميرنۍ ښيې چې يوازې په دغو هېوادونو کې  څلور زره څلرويشت تنه مړه شوي دي  چې يا په ايبولا اخته وو  يا ددې ګومان  کيده  چې په دغې ناروغۍ اخته شوي وي .،
په ټوليزه توګه تراوسه پورې   په ايبولا مشکوک اته زره درې سوه نهه نوي مورده ثبت شوي دي چې زياتره يې دافريقا په لويديځ کې دي .
دملګروملتو سازمان اعلام کړى دى  چې  دافريقا دلويديځ په هېوادونو کې  څه دپاسه  دوه سوه درې ديرش تنه  چې په طبي برخه کې فعاليت کوي  دايبولا په ناروغۍ   داخته کيدوله امله وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته