نړۍ

دامريکا اردو له خپلو سرتيرو څخه ٤٠ زره تنه کموي .

واشنګتن باختر د چنګاښ اوولسمه :
دامريکا اردو غواړي چې په راتلوونکو دوو کلونوکې دخپلو پوځيانوله شمير څخه ٤٠ زره تنه کم کړي .
باخترآژانس دبي بي سي شبکې  له خولې خبر  راکړ: ددغه  پروګرام بله برخه به چې دلګښتونو دکمښت په مقصد ترسره کيږي دامريکا داردو دملکي عملې ١٧ زرو تنو کمښت وي .
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې ددغې طرحې له مخې  تر ٢٠١٧ ميلادي کال پورې دامريکايي پوځيانو له شمير څخه به نږدې ٤٥٠  زره تنه کم شي .   دامريکا اردو په ٢٠١٢  ميلادي کال کې دعراق او افغانستان دشخړو په څپو کې نږدې٥٧٠ زره تنه پوځيان لرل ، د ٢٠٠١ ميلادي کال دسپتمبر دمياشتې د ١١ نيټې  له بريدونومخکې  دامريکايي پوځيانو شمير نږدې ٤٨٠ زره تنه وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته