امنیت

په کندز ښار کې دچاودنې له امله يوملګي وګړى شهيد شو .

کابل باختر د ثور  څوارلسمه :
په کندز ښار کې نن ديوې چاودنې له امله يوملکي وګړى شهيد او دملي اردو ديوه سرتيري په ګډون څلور تنه ټييان شول .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عباد الله تلوار دباختراژانس خبريال ته وويل چاودنه هغه وخت وشوه  چې دملي اردو دسرتيرو دسپرلۍ  په موټر کې  ځاى پرځاى شوى مقناطيسي بم دکندز ښار په لومړي دوره کې وچاوديد  چې له امله يې يوملګي وګړى شهيد او دملي اردو  له يوه سرتيري سره درې تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې ددغې پيښې ديوه ملکي ټپي وګړى روغتيايي  حالت خراب  بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته