امنیت

دګډو ځواکونوپه عملياتوکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول

کابل باختر  دجوزاد مياشتې ٤ :
دميدان وردګو ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې  دافغان ګډو ځواکونو په عملياتو کې دوسله والو طالبانو دډلې ديوقوماندان په ګډون درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوشپږ تنه نور ټپيان شول .
دميدان وردګو دوالي ويندوى عطاالله خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه عمليات تيره شپه دميدان وردګو ولايت دسيدآباد ولسوالۍ دتنګي په ساحه
کې ترسره شول چې له امله يې  دمصطفى په نامه دطالبانو يو قوماندان له دوو تنو
افرادوسره يې ووژل شو او شپږ تنه نور طالبان ټپيان شول .
په دغو عملياتو کې پوځيانو ته دسرزيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته