کابل / د ليندۍ ۵ مه / باختر
په قندهار کې ۱۶ وسله وال طالبان په دوو نښتو کې ووژل شول.
دغه نښتې تېره شپه په پنجوايي او میوند ولسوالیو کې هغه وخت رامنځته شوې چې طالبانو د پوځیانو پر پوستو بریدونه وکړل.
د هېواد په جنوب لوېدیځ کې د میوند قول اردو یوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وویل چې په جګړو کې د دوو پاکستانیانو په ګډون۱۶وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وویل چې پر یرغلګرو د برید په وخت کې له ځمکې او هوا بریدونه وشول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
په قندهار کې د طالبانو د جنګي وسایل یوه زېرمه کشف شوه.
دغه زېرمه په ژیړۍ ولسوالۍ کې د طالبانو یو پټنځي کې ساتل کېده.
پولیس وایي چې له دغې زېرمې څخه بمونه، ماینونه او د بمونو د کنټرول دستګاوې ترلاسه شوې دي.
پای/ سعیده