کابل باختر د سلواغې دمياشتې ٤ :
د واورې او باران اورښت د هېواد په زياتو ولايتونوکې د کروندګرو او مالدارانو له هرکلي سره مخامخ شوى دى.
د واورې او باران اورښت د هېواد په زياتو ولايتونوکې د محصولاتو د زياتوالي په لاره کې مناسب شرايط برابرکړي دي.
د مرغاب هريرود د دريايي حوزې لوى رئيس انجنير بارز په روان کال کې د اورښت کچه ٩٩ ملي متره وښوده او ويې ويل: که څه هم په تېره يوه مياشت کې د اورښت دقيقه کچه په لاس کې نه ده، خوبيا هم ګومان کيږي چې په روان کال کې د اورښت کچه د تيروکلونوپه شان وي.
انجينر بارز څرګنده کړه: وروستيو اورښتونو ته په پاملرنې سره چې وچکالي يې له منځه وړې ده؛ خو بيا هم له وچکالۍ سره د مبارزې په لاره کې زيات اورښت او د اوبو زياتې زيرمه کيدو ته اړتيا شته .
0 1 دقیقه لوستل