سیاست

تبصـــره :

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٢٠  :
په افغانستان کې د  ډار اچونې پرخلاف دنړيوالو متحدينو له جګړې څخه ديارلس  کاله  تيريږي  خو لا تراوسه پورې هم   ډار اچونه اوبنسټپالنه دسمې او نړۍ پرخلا ف دګواښ دباالقوه ځواک په توګه  شتون لري  .
دباخترآژانس سياسي مبصر ليکي  :
ديارلس کاله مخکې  کله چې په نيويارک کې  دتجارتي مرکز  جګپوړي برجونه  دځانمرګو بريدونو په واسطه دړې  وړې شول او دامريکا ددفاع  وزارت   په ځينو څنډو  دمسافر وړونکو الوتکو په واسطه بريد وشو  چې ځانمرګو ډار اچوونکو هغه تښتولې وې  او دتجارتي مرکز له برجونو  او دپنتاګون له څنډو سره يې  ټکر  کړې  او  ناتار يې رامنځته کړه.
له هغې وروسته په افغانستان کې دجګړې  او دډار اچونې پرخلاف دنړيوال اتحاد د جوړيدو  ډول  وغږول شو اوپه پاى کې  په افغانستان کې  دډار اچونې او بنسټپالنې پرخلاف  جګړه پيل شوه.
په دغو ورځو کې  جورج ډبليو بوش دامريکا دمتحده ايالاتو جمهوررييس و .
وحشت او ويره  ددغه جنايت په نسبت  په پراخ ډول  په سياسي فضا  واکمنه  وه 
له دغې پيښې څخه يوازې څو ورځې مخکې  ډار اچوونکو دهېواد ملي اتل احمدشاه مسعود  په يوه توطيه کې شهيد کړى و.
ماتم ځپلى افغانستان دامريکا په مشرۍ دزمانې دشيطانانو پرخلاف دنړيوالې ټولنې  غوڅ عمل ته سترګې په لاره و، په پاى کې    دافغانستان دخلکو په غوښتنه  نه ، بلکې  دنړيوالو متحدينو د  ارادې له مخې په افغانستان کې  جګړه پيل شوه.
په طالبانو دافغانستان په  بيلابيلو سيمو اوپه ځانګړي توګه په کابل کې  دامريکا اودنړيوال ايتلاف  دلرې واټن ويشتوونکو توغنديو  او جنګي الوتکو له خوا بريدونه وشول  .
بوش  په القاعده او  افراطيت باندې دبريد په پيل کې وينا وکړه او ويې ويل  :
امريکا به  افراطيون دموږکانو په شان له سوريو څخه وباسي ، رښتيا هم همدغه شان وشول ، دافراطيت پرخلاف جګړه په افغانستان کې دطالبانو دماتې سبب شوه خو زيات وخت نه و تير شوى  چې بيا هم  په سياسي  جوړجاړي  او په سيلقوي چلندونو کې  دځينو سيمه ييزو او نړيوالو کړيو له خوا دافغانستان پولې  ته څيرمه  دافراطيت بنسټونه  پياوړي شول  او طالبانو بيا سرونه پورته کړل .
په هغې لنډه موده کې چې طالبان  له افغانستان څخه وتښتيدل   دحامدکرزي په مشرۍ  په بن کې  دلنډمهالې ادارې په  جوړيدو سره په افغانستان کې دبيا جوړونې کار پيل شو .
دهغې ورځې افغانستان  له نن ورځې افغانستان سره  دپرتلې وړ  نه دى ، افغانستان  دحامدکرزي په مشرۍ  په نظام  جوړولو لاس پورې کړ اوله دې سره  جوخت يې  دلويو لارو  او دبنسټيزو  پروژو په  جوړولو اقدام وکړ. افغانستان  داساسي قانون  خاوند شو  او پربنسټ يې  ددولت درې ګونې قواوې يعنې اجرائيه ، مقننه او قضايي  جوړې شوې .
دملي اردو ، ملي پوليسو  اودملي امنيت د ادارې  دجوړولو  بنسټ کيښودل شو  . ددې هېواد په مليونونو نجونو اوهلکانو ښوونځيو ته لاره پيدا کړه  ، روغتيايي  خدمتونو وده او پراختيا  وموندله  او ددې ترڅنګ  مخابراتي خدمتونو  نه باور  وړ  پراختيا وکړه .
دنړۍ په هېوادونو کې دافغانستان سياسي نمايندګۍ جوړې شوې او افغانستان دڅو نړيوالو سازمانونو او کنوانسيونونو  غړيتوب ترلاسه کړ.
لنډه دا چې   برياليتوبونه  په ټولو برخو کې  ديادونې  او دمحاسبې وړ دي او دکلام په پاى کې  ويجاړ  او ړنګ بنګ  افغانستان بيا دافغانستان دملت په  کور بدل شو.  خو په افغانستان کې  جګړه دسيمه ييزو لوبو په خاطر  پاى ته ونه رسيده .  دځنځيريي وژنو او شهادتونو لړۍ  دوام وموند  طالبان دسيمې داستخباراتو دپټ او څرګند ملاتړ تر سيورې لاندې دبيا رغونې او جوړولو دخنډ په   ځواک بدل شول .، دډار اچونې پرخلاف  جګړه کې دنړيوال اتحاد تير وتنو د جګړې په اور  دتيلو په شيندلو لاس پورې کړ ، هغه جګړه چې لا تراوسه پورې دوام لري او دافغانستان له خلکو  څخه قرباني اخلي . سره له دې چې افغانستان دنړۍ له يوشمير سترو هېوادونو سره   دستراتيژيکي همکاريو سندونه لاسليک کړل  خوبيا هم جګړه پاى ته ونه رسيده.
دافغانانو  غوڅ اکثريت له ديارلسو کلونو وروسته په دې باورو چې دډار اچونې پرخلاف  جګړه دسيمې دښکيلو هېوادونو دسترو ګټو په لټه کې  نتيجه نلري .
دغه باورونه  هغه وخت په يقين بدل شول  چې دسياسي  ملحوظاتوله مخې  جګړه لګه څنګه چې دتروريزم په ځالو  متمرکز کيده ، ونه شوه ، دډار اچونې پرخلاف  جګړه کې دپاکستان نه صداقت  ، دغه هېواد نا امن کړ اوپه  نويو پرمختياو  کې داعش  دعربو  دملاتړ په بهيرکې  سر پورته کړ او يو ځل بيا يې سيمه  زيانمنه کړه .  خلک وايي  که چېرې دډار اچوونې پرخلاف  جګړه کې صداقت موجود واى نن ورځ نړۍ په  دغه بحران نه اخته کيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته