امنیت

د سولې له بهير سره یوځای کېدل، طالبانو ته یو طلايي فرصت دی

مهتر لام د چنګاښ د میاشتې ۲ مه د اوربند د غځېدلو موده د وسله والو طالبانو لپاره د سولې له پروسې سره د یو ځای کېدو او له جګړې د لاس په سر کېدو په برخه کې یو طلایي چانس دی. د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې: دغه څرګندونې د لغمان والي محمد آصف ننګ د قرغیو ولسوالۍ د چهار باغ په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه د ادا کولو پر مهال د سیمې له اوسیدونکو سره وکړې. ننګ د سولې په ارزښت د خبرو کولو ترڅنګ د وسله والو طالبانو پر وړاندې د ملي یووالي حکومت په ځانګړې ډول د هېواد د جمهور رېیس له لوري د شوي اوربند د مودې د غځېدو په اړه هم هر اړخیزه وینا وکړه او دا یې د سولې له پروسې سره د وسله والو طالبانو د یو ځای کېدو او له جنګه د لاس په سر کېدو په برخه کې یو طلایي فرصت په ګوته کړ. هغه په جومات کې په ناستو خلکو غږ وکړ چې د هېواد د ابادۍ، ثبات، پرمختګ او د ولسونو د هوساینې په لاره کې د سراسري سولې لپاره د جمهور رئیس غږ بدرګه کړي او هغه کسان چې د وسله والو طالبانو په لیکو کې دي، هغوی دې ته وهڅوي، څو له افغان وژنې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یوځای شي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته