ټولنه

په لغمان کې د يوه مسافر وړونکي ترمينل د جوړولو کار پيل شو

کابل/باختر/ د زمري ٩مه
د کابل – جلال آباد د ځمکني مسافر وړونکي ترمينل د جوړولو کار پرون په لغمان کې پيل شو.
د لغمان د مرکز مهترلام ښاروال انجنير نظيف الله الکوزي باختر آژانس ته وويل چې دغه ترمينل د مهترلام  ښاروالۍ له بودجې څخه د څه دپاسه ٩٤ ميليونه افغانۍ په لګښت په دوو کلونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي چې په هغه کې د مسافرانو د انتظار خونې، د تېلو د وېش ټانګ او د موټرو د ترميمولو ځاى په پام کې نيول شوي دي او شنه ساحه، د موټرو د مينځلو ځاى او جومات هم پکې شته.
ختم- ف – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته