امنیت

په هرات کې دطالبانو دجنګي وسايلو ديوې سترې زيرمې کشفول

کابل باختردوږي دمياشتې ٣٠ :
دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه زيرمه دهرات ولايت  انجيل ولسوالۍ له مربوطاتو څخه دملي امنيت دځواکونو له  خوا کشف شوه.
دملي امنيت درياست يو خبرځاى باختراژانس ته  وويل په دې زيرمه کې دهاوان په لسګونو ماينونه ، دوسايطو ضد ماينونه  اويوه زياته اندازه چاوديدونکې توکې ساتل کېدل.
ويل کېږي ياغيانو ددغې زيرمې له جنګي وسايلو څخه په هرات ولايت کې په تروريستي اوورانکارو بريدونوکې استفاده کوله.
خبرځاى وايي  دغه زيرمه چې دتوپ اوټانک ګولۍ ، دهاوان ماينونه او نور ډول ډول ماينونه پکې و دانجيل ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديولړپيچلو عملياتو په بهيرکې کشف شوې ده .
دخبرونوله مخې تراوسه پوري ددغو جنګي وسايلو دساتنې په تړاو څوک نه دي نيول شوي .  خودهرات دملي امنيت مسوولين وايي  چې ددغې زيرمې دساتلو داصلي تورونو کسانو دموندلوپه خاطر يې څيړنې پيل کړي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته