نړۍ

په پيښور کې دسختو اورښتونوله امله دسر زيان او مالي تاوان

پيښور ډان  باختردزمري دمياشتې  ٣١ :
  په پيښور اودهغه په شاوخوا کې تيره شپه دسختو اورښتونو په اړوندو پيښو کې  څه ناڅه اووه تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.
باخترآژانس  دپاکستان دډان ورڅپاڼې له خولې خبر راکړ :
دجمرودپه سيمه کې ديوه کوردچت دنړيدوله امله پنځه تنه ووژل شول او دوولس تنه نور ټپيان شول .
دسيمه ييزې  ادارې مامورينو تائيد کړه چې تيره شپه په پيښور کې  په اورښتنو پورې په اړوندو پيښو کې دوه تنه ووژل شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول.
تيره اوونۍ هم  په پيښور کې  دسختو اورښتونوله امله اتلس تنه وژل شوي  او څه ناڅه اتيا تنه نورټپيان شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته