امنیت

د وسله والو طالبانو دډلې يو مشهور قوماندان په لغمان کې ووژل شو.

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢ :
دوسله والو طالبانو دډلې يو مشهور قوماندان په لغمان ولايت  کې دپوځيانو د ځانګرو عملياتو په بهيرکې ووژل شو.
په ملا ذاکر حقيار نن سهار دلغمان ولايت دالينګار ولسوالۍ  د نورلام صاحب په دره کې   دده په پټنځي کې  دملي اردو او پوليسو دځواکونوله خوا بريد وشو اوله دوو تنو نورو  جنګياليوسره ووژل شو.
د لغمان دوالي ويندوى سرحدي ځواک  دباخترآژانس خبريال ته وويل :  ملا ذاکر له خپلو  افرادوسره يې ديو لړتروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو ، چې بريد پرې وشو  او  ووژل شو.
ملا ذاکر  دالينګارولسوالۍ په بيلابيلو سيمو کې د زياترو  تروريستي بريدونو اصلي پلان  جوړونکي  بلل  کيده .
په ننني بريد کې دملا عزيزالله اوملاسميع الله نومونو ددغه قوماندان دوه تنه نږدې ملګري هم وژل شوي دي .
د لغمان دوالي ويندوى وايي  چې په دغو ځانګړو عملياتو کې دنورلام صاحب درې  ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته