امنیت

شپږ تنه تروريستان ووژل شول

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٨
په لوګر ولايت کې تېره شپه د ايتلاف د ځواکونو د هوايي بريد له امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول.
د لوګر ولايت د مقام په مطبوعاتي اعلاميه کې چې باختر آژانس ته ليږل شوې ده؛ ويل شوي دي: کله چې امنيتي ځواکونه د دغه ولايت په مرکز پورې اړوند د دوشنبې په سيمه کې په ګزمې بوخت وو؛ د طالبانو له خوا پرې بريد وشو چې د دواړو لورو ترمنځ د جګړې له امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول.
د يوبل خبرله مخې:
د هغو ځانګړو عملياتو په بهيرکې چې پرون د ملي امنيت د صفر يو قطعې له خوا په محمد آغې ولسوالۍ پورې اړوند د زرغون ښار د تورې چينې په سيمه کې ترسره شول؛ شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوبل طالب ونيول شو.
ويل کيږي په عمري مشهور قاري يوسف هم په وژل شويوکسانوکې شامل دى.
په دغو عملياتوکې دطالبانو شپږ کلاشينکوفونه ، يوه پيکا او شپږ لاسي بمونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته