خبرونهټولنه

فراه کې د شهیدانو او معلولینو له ۱۰۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر

د فراه د افغاني سرې مياشتې ټولنې رياست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې  ۱۰۰۰ معلولينو،‌ اړمنو، کونډو او د شهيدانو له وارثینو سره نغدي مرسته وشوه.

د یاد ولایت د افغاني سرې مياشتې ټولنې رئيس مولوي مير احمد هاشمي باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په تېرو ۸ ورځو کې د رضاکار ټیم له لوري د اقتصادي برنامې د ساتنې په موخه د معلولینو، کونډو مېرمنو او د شهيدانو د وارثينو سروې وشوې او د يادو کسانو له جملې څخه هر يوه ته ۳۰ زره افغانۍ د دوی د اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو په موخه ورکړل شوې دې.

هاشمي وویل، چې یادې ادارې په تېرو څو ورځو کې هغه سوالګر چې په فراه ښار کې يې خیرات ټولاوه هر يوه ته يې ۵۰۰۰ نغدې افغانۍ ووېشل شوې.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په یاد ولایت کې د خیره بنسټونو له لوري په زرګونو کورنیو باندې مرستې وېشل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته