فرهنګ

د انتخاباتو د ترسره کولوپه وخت کې د باخترآژانس رسالتمندکار وستايل شو

کابل باختر دوري دمياشتې  ٢٠ :
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې د انتخاباتو د ترسره کولو په ورځ د باخترآژانس کار رسالتمند وباله.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خپرونو د چارومعينې ميرمن سيمين حسن زاده نن دباخترد خبري آژانس له خبريالانو اوکارکوونکوسره دکتنې په ترڅ  کې د دغه خبري آژانس کار يو رسالتمندانه کاروباله او ويې ويل: ((د باخترخبري آژانس د انتخاباتو د بهيرپه وړاندې د ژورمسووليت په احساس سره وکولاى شول په انتخاباتو پورې اړوندې پيښې په ښه او پراخ ډول ترپوښښ لاندې ونيسي .))
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خپرونو دچارو معينې انتخاباتو د يو ډله ييز اوملي حرکت په توګه وباله چې نه يوازې په ملي کچه بلکې د سيمې او نړۍ په کچه يې د ټولوسترګې ځانته اړولې وې. په دغه شان وختونوکې دا رسنۍ دي چې په رسالتمندانه ډول په دقيقه توګه او بيطرفانه ډول د خلکو د ذهنونو په روښانولوکې هغه هم په خپل وخت او قانونمند ډول رول لوبوي. د خبر رسولوکار، ډيرستر او خطر ناک کار دى. خبريالان او د رسنيوکارکوونکي له خپل ژوند سره لوبې کوي، خو د واقعيتونو د منعکس کولو لپاره ګام ږدي.
دا خبريالان او د رسنيو نورکارکوونکي دي چې له فرصت څخه د خدمت کولو لپاره استفاده کوي؛ له هيڅ راز ګواښ څخه نه ډاريږي؛ حقيقتونه  او مفکورې منعکس کوي او د باختر خبري  آژانس هم په دې لاره کې اوچت ګام واخيست.
دې هيله وکړه چې د باختر د خبري آژانس خبريالان او مسلکي کارکوونکي د هېواد او د خلکو په وړاندې د مسووليت روحيه په خپل بدن کې  لازياته پياوړي کړي.
دباخترآژانس رييس خليل مينوي ددغه آژانس په نسبت د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د مشرتابه د ښه نيت او احساس له امله د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې وويل: د باختر د خبري آژانس خبريالان او نورکارکوونکي به په مسلکي او انډوليزکار سره وکولاى شي چې خپلوهېوادوالو ته په هېواد او نړۍ کې د روانو پيښو او جرياناتو په باب معلومات ورکړي او دا کار به د يو رسالت په توګه ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته