سیاست

دپانګوالې دقانون طرحه دوزيرانو شورا دقوانينو په کميته کې وڅيړل شوه.

کابل – باختر دمرغومى درى ويشتمه :
دجمهورى رياست دسرپرست مارشال محمد قسيم فهيم په مشرۍ دوزيرانو شورا دقوانينو دکميټې په غونډه کې نن دپانکوالې دقانون طرحه او دعسکري انظباطه او دسپلين دسرغړونکو دتاديب مقرره وڅيړل شوه.
باختر آژانس ته دجمهورى رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې دغونډې په پيل کې دجمهورى رياست سرپرست په هيواد کې دقوانينو جوړولو ته پاملرنه يوه جدي اړتياوبلله او زياته کړه چې افغانستان په هغه تګلورې کې ديون په حال کې دى چې بايد په ټولو برخو کې ځانګړې قوانين ولري چې وکولاي شي هغو ستونزوته چې په ورځنيو کارونو کې په دې برخه کې رامنځته کېږي دحل  منطقي اوسنجول شوى لاره ولري.
دجمهورى رياست سرپرست زياته کړه چې په دې لاره کې مهم ټکې هماغه له نړيوالې ټولنې سره زموږ دقوانينو لازمه همغږي ده چې وکولاي شي دهيواد دملي ګټې وساتي او هم له هغو معيارونو سره چې زموږ هيواد يې د ديني او فرهنګي مسلو په پام کې لرلو سره لري مغايرت ونه لري.
وروسته دپانګوالې دقانون طرحه او دعسکري انظباط او دسپلين  دتاديب مقرره په ترتيب سره دعدليې وزارت دمعين له خوا غونډى ته وړاندې شوي.
غونډې له هراړخيزو خبرو اوڅيړنې وروسته په افغانستان کې دپانګوالې دقانون طرحه په قاعده کې تاييد کړه او پريکړه يې  وکړه چې دعدليې د وزير ترنظر لاندې او دماليې وزارت دپاليسي دمعين په عدلي او قضايي چارو کې دسلاکار وزير قضاوتپوه محمد اشرف رسولي دافغانستان دسوداګرۍ دخونو دعامل هيئت درييس قربان حقجو دعدلي او حقوقي مشورتى بورد درياست دمرستيال ولى محمد ناصح او دهيواد دمرکزي  بانک دحقوقي سلاکار وحيدالله عارفي په غړيتوب يوه کميټه دغه طرحه دځينو مواردو آسانه لولو دځينو نيمګرتياو په لرې کولو سره چې تشخيص شوي دي يو ځل بيا وڅيړي او نورې متن دي د وزيرانو شوراته وړاندې کړي.
غوڼدې دغه راز دعسکري انظباط او دسپلين سرغړونې دتاديب مقرره تاييد کړه او دپړاونو دبشپړولو په مقصديې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دوزيرانو شوراته وړاندې کړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته