-کابل باختر د چنګاښ لسمه :
په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دهېواد په ځينو سيموکې ددفاعي او امنيتي ملي ځواکونو دعملياتوپه بهير کې يوسلو شپږ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
په دغو عملياتوکې دغه ر از يوپنځوس تنه ډار اچوونکي ټپيان شوي او لس تنه نور ډار اچوونکي نيول شوي دي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ چې دغه عمليات دنورستان ، هلمند ، کندز ، غزني ، روزګان ، قندهار او دميدان وردګو دولايتونوپه ناامنو ساحو کې ترسره شوي دي
دملي دفاع وزارت مقامات په دغوعملياتو کې د ډار اچوونکو په ځپلو کې دتوپچې او هوايي قوتونو رول اغيزمن بللى دى .
ديوبل خبر له مخې : په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دملي اردو پنځه تنه منسوبين دهېواد او خلکو ددفاع په لاره کې شهيدان شوي دي .
دملي دفاع ووزارت دمشرتابه هئيت دلوى خداى (ج ) له دربار څخه دغو شهيدانوته دفردوس جنت هيله کړې ده او يوځل بيا يې دملي اردو دشهيدانوله پاتې کسانو سره دمرستې او دهغوى داحوالو دپوښتنې لپاره خپلې ژمنې ټينګار کړي دي .
1 1 دقیقه لوستل