امنیت

دملي اردو درې تنه سرتيري په کندز کې وتښتول شول .

کابل باختر دلړم يو ويشتمه :
دملي اردو درې تنه  سرتيري  دکندز ولايت  په خان اباد ولسوالۍ کې ناپيژانو    وسله والو کسانو له خوا وتښتول شول .
  دکندز ولايت  دخان اباد ولسوال حيات الله  اميري  دباختراژانس  خبريال ته وويل دغه پيښه پرون دخان اباد ولسوالۍ دچار سدې په سيمه کې  هغه وخت رامنځته  شوه چې ناپيژانو وسله والو کسانو دپوليسو له يونيفورم څخه په استفادې  سره يو ٤٠٤ ډوله بس  موټر  چې له تخار ولايت څخه دکندز  په لور روان و د دوو ساعتونو لپاره ودراوه او دبس ټولې سپرلۍ  يې ولټولې او په پاى کې يې دملي اردو درې تنه سرتيري چې دملي  اردو دهويت کارتونه ورسره و له ځان سره بوتلل .
ده زياته کړه چې دموضوع په باب يې ددغه ولايت امنيتي مقاماتو ته  خبرورکړى دى
دکندز ولايت  دامنيې قوماندانۍ  وياند سيد سرور حسيني  وويل چې په دې  باب پلټنې  پيل شوي دي  او هلې ځلې  کيږي چې تښتول شوي کسان  دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته