امنیت

په چاودنو کې ملکي وګړي قرباني شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١:
په ننګرهار ولايت کې ددوو  چاودنوله امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان   او درې تنه نور ټپيان شول.
لومړۍ  چاودنه تيره شپه په لعل پورې ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې  په    يوه فرعي کوڅه کې  ځاى پرځاى شوى ماين و چاوديد.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې په دې  چاودنه کې د دوو ماشومانو او ديوې ښځې په ګډون درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
تراوسه پورې ددغه بمي بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
دننګرهار پوليس وايي چې په دې برخه کې څيړنې پيل شوي دي.
ديوبل خبر له مخې :  په ننګرهار ولايت کې ديوه توغندي دماين د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول.
دغه پيښه تيره شپه  دننګرهار ولايت دپچيراوآګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوه .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼى وايي چې دغه ماين له تيرو وختونو څخه په سيمه کې پاتې و او دملکي وګړو دتيريدو په وخت کې چاودلى دى.
ده  په دې پيښه کې  ددوو تنو ملکي وګړو شهادت تائيد کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته