فرهنګ

د مفاهيمو ، تحليل او د رسانه يي قوانينو د تجربې ورکشاپ پاى ته ورسيد

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٩ :
د مفاهيمو، تحليل او د رسانه يي قوانينو د تجربې د ورکشاف دريمه ورځ نن په کابل کې پاى ته ورسيده .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې : 
دغه ورکشاف چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د افغان ميديوتيک په همکارۍ په کابل کې جوړ شوى و؛ په دريمه ورځ کې د رسانه يي قوانينو د نه تطبيق د دلايلو، ستونزو، وړانديزونو او د حل د لارو چارو په باب په دووجلاجلا ګروپونوکې خبرې وشوې.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکترکمال سادات خبرې وکړې او په هېوادکې د قوانينو د رعايتولوپه خاطر يې د هېواد د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ له رئيسانو او د مرکزي ادارو له رئيسانو څخه وغوښتل چې په اداروکې سرغړونکي وپيژني او عدلي او قضايي مرکزونو ته يې معرفي کړي او هم هغه کسان چې بې پروايي او غفلت کوي؛ د مامورينو د تاديب د مراتبو په پام کې نيولو سره لارښوونه ورته وکړي .
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د رسنيو په وړاندې پرتو ستونزو ته په اشارې سره دخبريالانو د مصوونيت د کميسيون د جوړيدو يادونه وکړه او ويې ويل چې خبريال په ډاډ سره د خبر رسولو په برخه کې دنده ترسره کوي.
دې څرګنده کړه چې تر اوسه پورې د رسنيو کورنۍ  خپل يو زيات شمېر خبريالان له لاسه ورکړي دي او د دغه کميسيون په  جوړيدو سره به خبريالان خوندي وي .
دې دغه راز ټينګار وکړ چې د هېواد په مرکز او ولايتونوکې د خبري څانګو رئيسان مکلف دي چې په مياشت کې يوځل خپلې ستونزې د مطبوعاتو له کورنۍ سره طرحه کړي او د ولايتونو په کچه د ټولو دولتي او غير دولتي  خبريالانو  لستونه دې د وظيفوي شاخصونو په تفکيک سره وزارت ته وليږي او دغه راز د رسنيوله مسوولينو څخه يې وغوښتل چې په دې رواني جګړه کې چې روانه ده؛ خلکو ته د روحيې د ورکولو په لاره کې جدي پاملرنه وکړي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معينيت سرپرست عبدالاحد عباسي په بېلابېلو برخوکې د دغه وزارت د رياستونو د شمېر او د دغه معينيت په سلوکې د شپيتو فرهنګي پلانونو د تطبيق په لاره کې د خپلو اقداماتو د کچې خبر ورکړ.
ده څرګنده کړه چې د دغه معينيت په سلوکې څلويښت نور پروګرامونه او پلانونه به هم په نږدې راتلوونکي کې عملي شي.
د ورکشاپ د کار په پاى کې د کار د ښه والي په مقصد د حل لارې چارې او پيشنهادونه وړاندې شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته