ورزش

ولي هوتک هېواد ته راستون شو

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١ :
د آزادې مبارزې ورزشکار ولي هوتک دخپلو دوو تنو ځواکمنو روسي سيالانو په وړاندې  له برياليتوب وروسته  نن هېواد ته راستون شو.
دباخترآژانس دخبر له مخې : آزاد رزمي ورزشکار ولي هوتک څه موده مخکې دروسيې په مسکو ښارکې له خپل پياوړي روسي سيال سره  لوبه وکړه او هغه  يې په ګونډو کړ او افغانستان ته يې ستر ورزشي  وياړ وګاټه.
دغه راز ټاکل شوې وه  چې هوتک په دغه هېواد کې  له يو بل پياوړي روسي ورزشکار سره لوبه وکړي.  خو دسيالۍ په ورځ سيال يې لوبې ته حاضر نه شو  او  دلوبې نتيجه دده په ګټه اعلام شوه.
ولي هوتک  هېواد ته دراستنيدو په وخت کې  دحامدکرزي په  نړيوال هوايي ډګر کې دبدني روزنې او ورزش رياست  دمشرتابه هيئت  ، دالمپيک دملي کيمټې د مشرتابه هيئت او ديوشمير ورزشکارانو او دورزش دمينه والو له خوا هرکلى وويل شو.
دغه راز  په دغه اتل ورزشکار  دبدني  روزنې او ورزش په رياست کې   ددغې ادارې  د  رئيس همايون خيري له  خوا هرکلى وويل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته