امنیت

اعدام دهغه سړي په انتظار کې چې خپل پلار او ورور يې په هرات کې وژلي دي

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٩
هغه سړى  چې ويل کيږي خپل پلار او ورور يې په هرات کې وژلي و،  ديوې محکمې له خوا په اعدام محکوم شو.
دغه سړى دهرات ولايت   داستيناف محکمې د جزا د ديوان په قضائيي علنې غونډه کې  چې دقضاوتوال  سيدعبدالفغار ذبير په مشرۍ جوړه شوې وه محاکمه او مجازات شو .
متهم چې دهرات اوسيدونکى دى په  دې وروستيو وختو کې په خپل او ورور په بريد سره هغوې ووژل او خپله مور يې ټپې کړه .
دغه سړى دخپلې کورنۍ په غړو له بريد وروسته تښتيدلى و ،.  خو امنيتي مامورينو له مودو  مودو وروسته هغه وپيژانده او ويې نيوه.
دهرات ولايت  داستيناف محکمې رييس باخترآ ژانس ته  وويل :  چې دوي دسندونو او شواهدو له څيړنې  اودمدافعو وکيلانو ددفاعيو له اوريدو وروسته  متهم دخپل پلار او ورور په   وژنې مجرم وباله اوپه اعدام يې محکوم کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته