فراه باختردمرغومي دمياشتې٢ نيټه :
درې تنه وسله وال طالبان پرون په فراه کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر باختر آژانس ته وويل چې دغو طالبانو د پشت رود ولسوالۍ د تپه شيران کلي په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې دامنيتي ځواکونو د مقاومت له امله درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې سخت ټپيان شول.
باهر زياته کړه چې د دغې نښتې په بهيرکې دپوليسو دوه تنه سرتيري شهيدان او دوه تنه نور پوليسان برسيرن ټپيان شوي دي.
د يوبل خبرله مخې:
اووه تنه وسله وال طالبانو پرون دفراه ولايت دپشت رود ولسوالۍ په مغل دشت کلي کې د افغان پوځيانو د هوايي بريدونوله امله ووژل شول.
خبرځاى وويل چې د وسله والو طالبانو د ډلې يو سرګروپ ملابسم الله هم په وژل شويو کسانوکې شامل دى او دغه راز په دغو بريدونوکې د وسله والو طالبانو د ډلې يوه داشکه او يوه اندازه مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
پاى ذکرالله
6 1 دقیقه لوستل