کابل –باختر د زمري دمياشتې ٣٠
دکابل ښار دقلعه زمانخان په ساحه کې ديوه مقناطيسي ماين دچاودنې له امله يو تن ووژل شو .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : پيښه نن سهار په اوو بجو او ديرشو دقيقو هغه وخت رامنځته شوه چې مقناطيسي ماين په يوه پوځي واسطه کې ځاى پرځاى شوى و .
دسيمې خلکو په دې پيښه کې ديو تن وژل کيدل تاييد کړل او يو شمير هم ټپيان شوي دي .
دکابل دپوليسو يو خبرځاى د کابل ښار دشپاړلسمې ناحيې په ساحه کې دغه چاودنه تاييده کړې ده خو د جزيياتو له ورکولو څخه يې ډ ډه وکړه .
ديادونې وړ ده چې د زمري دمياشتې په ٢٥ نيټه هم دکابل ښار د دريم مکرويان په ساحه کې په ورته پيښه کې يو تن وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان شوي وو .
دغه راز تيره اوونۍ هم دکابل دحسين خيلو او دميرويس ميدان په سيمو کې ورته پيښې رامنځته شوې وې چې له امله يې يو تن وژل شوى و.
1 1 دقیقه لوستل