امنیت

لس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل – باختر دلړم اووه ويشتمه:
په نيمروز ولايت کې دملي اردو دمنسوبينو په ګډو عملياتو کې نن لس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر او ويندوى باختر آژانس ته خبرورکړ: د نويد – ٧٧ ګډ عمليات چې دملي اردو او د نورو ارګانونو دمنسوبينو له خوا دنيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول؛ له امله يې لس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او دمخالفينو يوه اندازه جنګي وسايل او يو موټر سايکل په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلل.
ديوبل خبرله مخې: دقندهار ولايت د غورک ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن دملي اردو او د ايساف دځواکونو په ګډو عملياتو کې له يوې اندازې مهماتو سره يې شپږ ميله سپکه وسله ترلاسه شوه او دهيروينو دتوليد يوه کارخانه،اووه ويشت کيلوګرامه اپين او نحه کيلوګرامه هيروين کشف او لمنځه يوړل شول.
ديوبل خبر له مخې: دملي اردو منسوبينو نن دقندهار ولايت د ژيړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتې ګزمې په بهير کې دوه تنه مشکوک کسان او د ارزګان ولايت دخاص ارزګان ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو مشکوک له دووميلو سپکو وسلو ،يو ماين او يوې اندازې مهماتو سره ونيول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته