سیاست

د میدان وردګو نوي والي په کارپیل وکړ

کابل / د غبرګولي ۱۵ / باختر
لونګ فیضان نن د میدان وردګو نوى والي وټاکل شو او په کاریې پیل وکړ.
د باختراژآنس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت په میدان وردګو کې جوړه شوې وه ، لونګ فیضان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړاندیزاو د جمهوري ریاست په منظوری د میدان وردګو نوی والي وټاکل شو.
د میدان وردګو د نوي والي د معرفي په غونډه کې د عدلیې ، قومونواو قبایلو وزیرانو، د سیمه يیزوارګانونومسلکي معین ، د ملي شورا يوشمېر غړو ، د ولایتي شورا او د دغه ولایت ملکي او پوځي مسوولانو، دیني عالمانواو مشرانوګډون لاره.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته