امنیت

په هرات کې شپاړس تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول

کابل/ د تلې لومړۍ / باختر د هرات پوليسو نن ١٦ تنه د جنايي جرمونو د ترسره کولو په شک ونيول. د هرات د پوليسو د رسنيو دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه کسان په تېرو ٢٤ ساعتو کې د هرات په مرکز او ولسواليو کې نيول شوي دي. خبرځاى وويل چې پر نيول شويو کسانو د غلا، انسان تښتونې، د نشه يي توکو د کرکيلې او قاچاقو او د غير قانوني وسلو د لېږدولو تور لګول شوى دى. ختم/ وهاج/ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته