امنیت

ددوو غير مسوولو وسله والو قوماندانانو ترمنځ جګړه کې څلور تنه ملکي وګړي شهيدان شول .

کابل باختر د  وږي  پنځه ويشتمه :
دغور ولايت په تولک ولسوالۍ کې ددوو تنو سيمه ئيزو  قوماندانانو دافرادو ترمنځ جګړه کې څلور تنه ملکي وګړي شهيدان شول .
  دغور دولايتي شورا غړي عبدالبصير  قادري ددغه خبر په تاييدولو سره باختر اژانس ته وويل چې ددوو تنو غير مسوولو وسله والو قوماندانانو جهان شير او دمولوي عبدالستار دافرادو  ترمنځ جګړه کې ددوو ښځو او ديوه ماشوم په ګډون څلور تنه ووژل شول .
دغور دولايتي  شورا غړي عبدالبصير  قادري  وويل چې په تولک ولسوالۍ کې امنيتي حالت ډير خراب  دى او ددوو تنو غير مسوولو سيمه ئيزو قوماندانانو افراد  له زياتې مودې راپديخوا په جګړه کې لتاړ دى چې  د بې ګناه ملکي وګړو دمرګ ژوبلې سبب کيږي .
دقادري دڅرګندونوله مخې، دهغو نښتو له امله چې کلونه کلونه  ددغو دوو قوماندانانو دافرادو ترمنځ  شوي دي پنځه ديرش تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
دغور دوالي وياند عبدالحي  خطيبي  وويل چې ددغو دوو غير مسوولو وسله والو قوماندانانو  ترمنځ دجګړې  دبندولو لپاره دشخړو دحل په نامه يوه کميټه جوړه شوې ده چې دده په خبره ټاکل شوې ده ددغې کميټې  غړي دتولک ولسوالۍ  ته لاړ شي او ددغو دوو تنو قوماندانانو ترمنځ منځګړيتوب وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته