سیاست

جمهو رئیس غني د قزاقستان له جمهور رئیس سره په پلازمېنه استانه کې وکتل.

کابل باختر دلړم ديرشمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، چې د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني رسمي سفرقزاقستان ته تللی وو، د قزاقستان جمهور رئیس نورسلطان نظربایوف د یو لړ رسمي تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې پرون له غرمې مخکې په پلازمېنه استانه د قزاقستان په جمهوري ریاست کې ښه راغلاست ورته ووایه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني د قزاقستان له جمهور رئیس څخه د ده د مېلمه پالنې ترڅنګ له افغانستان سره په تېرو څوارلسو کلونو کې د بیا رغاونې، فرهنګي او په بیړنیو حالاتو کې د بشردوستانه مرستو له امله مننه وکړه.
د هېواد جمهور رئیس وویل، افغانستان په سیمه کې خپل تګلوری پیداکړی او د سیمې د هېوادونو د پيوستون په نقطه د بدلېدو په حال کې دى، له همدې امله باید سیمه افغانستان ته د د امید د کړکۍ په توګه وګوري.
همدارنګه دواړو جمهورو رئیسانو د اورګاډي د کرښې د غځولو په برخه کې په همکاریو د توافق تر څنګ په دې هم بحث وکړ، چې د دواړو هېوادونو حکومتونه به د غنمو د صادراتو او وارداتو لپاره یو حقوقي چوکاټ رامنځته کړي.
جمهور رئیس غني او د قزاقستان جمهور رئیس نور سلطان نظربایوف د زعفرانو، وچې او تازه مېوې او مرمرو د صادراتو په هکله خبرې وکړې. جمهور رئیس غني د صادراتو او وارداتو تر منځ د اندول رامنځته کول مهم وبلل.
جمهور رئیس غني د ترهګري ګواښ او نویو خطرونو ته په اشارې چې اسیا او ټوله نړۍ یې له ګواښ سره مخ کړې وویل، سوله دوست او په ځانګړي ډول اسیاسي هېوادونه په لومړي ګام کې د ترهګري اصلي قربانیان دي، نو د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګریزو ګروپونو پرضد باید جدي او ګډه مبارزه وشي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته